د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر قطر ته د خپل سفر په لړ کې، پرون ماښام په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر څخه لیدنه وکړه او د مسؤلينو فعاليتونه يې وارزول.
په پيل کې، په دوحه کې د اسلامي امارت د دفتر مشر محترم سهیل شاهین د اړوندو چارو، لاسته راوړنو او ستونزو جزئیات له محترم مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، د پخوا په پرتله يې د یو شمېر هیوادونو او بنسټونو له استازو سره اړیکي پراخې شوې دي.
ښاغلي شاهین زیاته کړه: هغه هیوادونه چې سفارتونه یې په کابل کې فعال نه دي، د یو لړ مسائلو او دوه اړخیزه اړیکو په هکله په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره په اړیکه کې دي.
محترم مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر د چارو ستاینه وکړه او د یاد دفتر ارزښت ته په اشارې يې وویل، د افغانستان اسلامي امارت سیاسي دفتر د اسلامي امارت د سیاسي اړیکو د پراختیا په برخه کې اغېزناکه ونډه لري او د یو لړ مسائلو د حل او پرمختګ په برخه کې يې رول له پامه نشي غورځول کېدای.
محترم مولوي عبدالکبیر د دې لیدنې په پای کې، د چارو د پراختیا او ځینو نورو اړوندو مسائلو په اړه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مسؤلینو ته یو لړ سپارښتنې وکړې.#