د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بلچراغ ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بلچراغ ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې محترم داملا محمد اسماعیل د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او په هیواد کې یې د امنیت پر تامین او د سرتاسري ثبات پر ټینګښت خوښي څرګنده کړه.

نوموړي زیاته کړه، سیمه ییز مجاهدین او مسؤلین هیوادوالو ته د خدمت او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې تل هڅې کوي.

محترم داملا محمد اسماعیل دېته په اشارې چې وروستیو سېلابونو په دې ولسوالۍ کې زیات ویجاړی رامنځته کړی او د سیمې خلکو ته یې ګڼ شمېر زیانونه اړولي، د اسلامي امارت له مسؤلینو وغوښتل چې له زیانمنو سره د مرستو ترڅنګ دې په یاده ولسوالۍ کې د انکشافي پروژو عملي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، ولسونو ته د ټولنیزې هوساینې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت دنده ده او په دې برخه کې له خپلو ټولو شته امکاناتو استفاده کوي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د اسلامي امارت د انکشافي برنامو په اړه خبرې وکړې او د دوی وړاندیزونو ته په اشارې یې وویل، اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې ورته رسیدګي وکړي.#