د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن (په افغانستان کې پانګونې ته بلنه) تر سرلیک لاندې جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
په دې کنفرانس کې د کابینې یو شمېر محترمو غړو، د بهرنیو هیوادونو سفیرانو، د نړیوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکتور استازو هم حضور درلود.
محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وویل، اسلامي امارت د هیواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي.
نوموړي زياته کړه، په همدې موخه د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۳مې او ۷مې ګڼې فرمانونو له مخې د صنعتي ساحو قانون او د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازاتو او اسانتیاوو تنظیمولو طرزالعمل منظور شوی دی.
د محترم ملا صاحب په خبره، د صنعتي ساحو قانون اصلي موخه د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکول او د خصوصي پانګونې د جلب لپاره د زمینې برابرول دي.
همداراز د راستنېدونکو صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې ټول صنعتکاران او سوداګر پر نورو امتيازاتو سربېره د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د پنځو کلونو او همداراز پر ټولو وارداتي ماشین الاتو او وسایلو یې هم ګمرکي محصول ورته معاف شوی دی. د دوی په غوښتنه فني بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، له دې څخه د اسلامي امارت موخه دا ده، ترڅو په کور دننه او له هيواد څخه بهر افغان صنعتکاران او پانګوال په خپل هیواد کې پانګونې ته وهڅوي چې په مرسته به یې صنعت پرمختګ وکړي، هیوادوالو ته به کاري زمینه برابره او د کورني تولید کچه به زیاته شي.
محترم ملا صاحب د خصوصي سکتور ملاتړ ته په اشارې سره وویل، اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدیږي او د هیوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي.
د دې تر څنګ، ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی چې د خپلو خریداریو پرمهال کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
پر دې سربېره، له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ صندوق هم جوړ شوی چې په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
په پای کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په کور دننه او بهر کې مېشت افغان صنعتکارانو او پانګوالو څخه وغوښتل، ترڅو خپل صنعت او پانګه افغانستان ته را انتقال او د هیواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت اداء کړي. همدارنګه اسلامي امارت دوی ته د اړتیا پر مهال د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.#