د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره د همغږۍ غونډه نن له غرمې مخکې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
په پیل کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند محترم ملاحمدالله فطرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ویندویان د اسلامي امارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه د هیوادوالو د خبرولو مهمه دنده ترسره کوي. نوموړي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی فرمان ته په اشارې د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو په ویندویانو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د لاښې همغږۍ، همکارۍ او پر وخت د معلوماتو د شریکولو ټینګار وکړ.
ورپسې د اسلامي امارت ویاند محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د وینا پرمهال وویل، د ویندویانو کار او خدمت دروند مسوولیت وباله او وې ویل، د چارو د لاښه والي لپاره به د ویاند دفتر د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره وخت پر وخت د همغږۍ غونډې او همدارنګه به د حکومت د رسنیو مرکز د ویندویانو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
نوموړي د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ویندویانو ته په خطاب کې وویل، له اسلامي امارت سره د کړې ژمنې د پرځای کېدو ترڅنګ خپله مسلکي پوهه لا زیاته او خپلې درسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړئ، ترڅو هیوادوال د رسنیو له لارې د اسلامي امارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات پر وخت ترلاسه کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د دغې غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ویندویانو سره د همغږۍ په دغه غونډه خوښي وښوده او ویندویانو ته یې د محترم رئیس الوزرا دا لارښوونې ورسولې چې ویندویان به یوازې د خپلو اړوندو ادارو په اړه له رسنیو سره معلومات شریکوي او خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ به لا زیاتوي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع همدارنګه له ویندویانو وغوښتل چې د عالي مقام ویاند دفتر سره خپله همکاري او همغږي دوامداره وساتي، خپل معلومات به په وخت ورسره شریکوي. همدارنګه باید د ویاند دفتر سره په همغږۍ له رسنیو سره د خپلو ادارو مهم معلومات شریک کړي.
هغه زیاته کړه، ویندویان دې د رسنیو له لارې له خلکو سره د معلوماتو په شریکولو سره عامه اذهان جوړ او عامه پوهاوی وکړي، ترڅو د دښمن غلطو تبلیغاتو ته زمینه برابره نشي. نوموړي د خپلې وینا په پای کې ټولو ویندویانو ته د لا ښه خدمت او په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ورپسې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند محترم مولوي سیف الاسلام خیبر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند محترم مولوي مصباح الدین مستعین، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال محترم حافظ ضیااحمد تکل، د کابل امنیه قومندانۍ ویاند محترم خالد ځدراڼ د خپلو چارو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د لاښه والي په موخه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه په مفصل ډول مطرح کړل.
د ویاند دفتر له لوري له برابر شوي پرزنټېشن او همدارنګه د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو له ازاد بحث وروسته د همغږۍ دغه غونډه د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېده.