زابل کې د عمري بند چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

زابل کې د عمري بند چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري په زابل کې د تورې بند، چې تازه د رياست الوزراء عالي مقام له لوري په عمري بند نومول شوی، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير محترم مولوي عبدالطيف منصور، د کليو او پراختيا سرپرست وزير محترم محمد يونس اخندزاده، د زابل والي محترم مولوي حزب الله افغان، مرستيال والي مولوي محب الله حماس او د افغانستان اسلامي امارت نورو لوړ رتبه چارواکو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.
الحاج ملا عبدالغني برادر اخند د زابل ولس ته د ‎عمري بند د چارو بشپړېدو مبارکي وویله او ژمنه یې وکړه، چې په دې ولايت کې به د نورو انکشافي پروژو چارې هم پيل شي.
ښاغلي ملا برادر زياته کړه، د اسلامي امارت ټولو مسؤلینو د هیوادوالو د خدمت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هيواد په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ د عمراني پروژو چارې روانې دي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالطیف منصور په دغو مراسمو کې وويل، زه چې کله له فتحې وروسته زابل ته راغلم او د دې ولايت د ولس حالت مې له نږدې وليد، نو پوه شوم، چې په تېر کې ورته هېڅ خدمت نه دی شوی او الحمدلله نن د زابل خلک د اوبو بند د دې لويې پروژې د بشپړېدو شاهدان دي او اسلامي امارت ژمن دی، چې د خرني بند چارې به هم پيل کړي.
د يادولو وړ ده، چې عمري بند ۲۵ متره لوړوالی او ۷۰ متره عرض لري. د ۶۰۰ هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبولو، د ۱,۲ ميليونه متره مکعب اوبو ذخیره کولو او د ۱۰۰ کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، چې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه پرې ۱۲۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.#