د کابينې شپاړسمه غونډه کې د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو

د کابينې شپاړسمه غونډه کې د برېښنا لېږد، پراختيايي پروژو چټکتيا او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپاړسمه غونډه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث او پرېکړې وشوې.

د کابینې په دې غونډه کې، د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د برېښنا رسونې بهیر د چټکتیا لپاره لازم اقدامات وکړي.

همدا راز د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته دنده وسپارل شوه چې د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت استازو سره غونډه وکړي تر څو د برېښنا په برخه کې د يادو ادارو کاري استقامتونه په تفصيلي توګه واضح او په دې برخه کې له يوه بل سره همکاري او همغږي پیاوړې شي.

دغه راز د کابینې په غونډه کې اقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پراختيايي پروژو پلي کولو په موخه له ټولو ادارو سره په همغږۍ پر وخت د پراختيايي بودجې د لګښتونو او د پروژو د سرته رسولو موضوعات تعقیب کړي.

په غونډه کې همدا راز ځانګړو پلاويو يو شمېر نور مسائل ته وسپارل شول، تر څو یې چارې نهایي او راپور يې د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابینې دا غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.#