د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په جلا جلا ناستو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر، د لغمان ولايت د علماوو شورا رئیس شیخ محمد سلیم او یو شمېر مجاهدینو سره وکتل.
په پيل کې، قاري حبیب الله بدر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړ، چې د دغې ادارې په ټولو اړوندو زندانونو کې د زندانیانو انساني او شرعي حقوق خوندي دي او زندانيانو ته د دیني او عصري علومو، ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو او حرفوي زده کړو په ګډون نورې لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
نوموړي وويل، د دې ادارې ملکي او نظامي مسؤلين او پرسونل په ښه ډول د زندانيانو د چارو پر مخ وړو لپاره شپه او ورځ هڅه کوي.
په ورته مهال د لغمان ولايت د علماوو شورا رئيس شیخ محمد سلیم د اسلامي امارت پر حاکميت خوښي وښوده او زیاته یې کړه، اسلامي نظام د ټولو علمای کرامو او افغانانو هيله وه.
نوموړي همداراز د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د لغمان د علماوو شورا او دیني مدارسو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې یې شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د دوی له معلوماتو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چې جوړول او ابادول یې هم د ټولو شريک مسؤليت دی.#