د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتوادارې (UNOPS) له اجرائیوي رئیس سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتوادارې (UNOPS) له اجرائیوي رئیس سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتو ادارې (UNOPS) اجرائیوي رئیس ښاغلي جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوي سره وکتل.

د دې کتنې په پیل کې ښاغلي جورج مورییرا داسیلوا په خپلو خبرو کې د یاد بنسټ د پروژو په تطبیق کې د افغانستان اسلامي امارت پر همکارۍ خوښي څرګنده کړه وې ویل، د (OPS) بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان هغه ستره برنامه ده چې په افغانستان کې د اجتماعي مرستو ترڅنګ د زېربنا او کرنیزو ځمکو ته د اوبه خور د ایجاد په برخه کې فعالیت کوي.

ښاغلي جورج مورییرا داسیلوا زیاته کړه، د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې تر ۹۰ زیاتو ولسوالیو کې ۱.۳ میلیونه کورنۍ له اجتماعي مرستو برخمنې شوي، دغه راز د هرات ولایت زلزله ځپلو سره هم د دې مؤسسې له لورې مرستې شوي چې کورونه او سرپناوې ورته جوړ شوي دي.

نوموړي همداراز وویل، ټاکل شوې د یاد ارګان له لورې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې نوې پروژه پیل شي چې دا کار د اسلامي امارت همکارۍ ته اړتیا لري.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتو اجرائیوي رئیس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د دې ارګان د فعالیتونو او مرستو قدرداني وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې (UNOPS) له فعالیتونو د ملاتړ ترڅنګ د دې ارګان د پروژو تطبیق ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړه، دېته په پام چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال، د اداري فساد محوه کولو او اقتصادي پراختیا په برخو کې ډېر کار شوی، نو لازمه ده چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برخو کې د انکشافي پروژو د تطبیق له لارې ځوانانو ته د کارموندنې د فرصتونو د ایجاد او نورو برخو کې همکاري وکړي.#