د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګله‌ دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال د هند او بنګله‌ دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن په خپل کاري دفتر کې د هند او بنګله‌ دیش هېوادونو له یوشمېر علماوو سره وکتل. 

د دغه لیدنې پر مهال د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د اسلام مبارک دین له ټولو خرافاتو څخه پاک او په صحیح شکل خپل ولس ته ورسوي، په همدې موخه یې مدارس تقویه کړي، د نویو علمي ادارو پر رامنځته کولو یې کار کړی او په تعلیمي نصاب کې یې پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

محترم ملا عبدالغني برادر زیاته کړه، اسلامي امارت د دې ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه هم مؤثرې هڅې پيل کړې دي، لویې اقتصادي پروژې پيل شوي، له ګاونډیو، سیمې او د نړۍ هېوادونو سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو احتیاجاتو څخه خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده. 

د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال څرګنده کړه، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده. اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ولاړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي.

وروسته د یادو هېوادونو علماوو په افغانستان کې د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي څرګنده او د اسلامي نظام د تقویې په موخه یې خپل نظرونه شریک کړل.#