محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رئیس میرویس عزیزي سره وکتل

محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رئیس میرویس عزیزي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رئیس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره وکتل.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت له لوري د لس زره مېګاواټه پروژې اړوند د ۸۴۵ مېګاواټه په ظرفیت د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل هرکلی وکړ او دا یې په هېواد کې د کاري فرصتونو د ایجاد او اقتصادي ودې د پرمختګ په برخه کې مهمې وبللې.
ښاغلي میرویس عزیزي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د اړوندو ادارو له مسوولینو مننه وکړه، چې په ټولو برخو کې یې ورسره پوره همکاري کړې. هغه وویل، موږ درک کړې چې اسلامي امارت د هېواد د ابادي کلک هوډ لري او نن د مخلصو مسئولینو د هڅو په پایله کې د برېښنا تولید د پنځو مهمو پروژو د عملي چارو د پيل تړونونه لاسلیک شول.
عزیزي زیاته کړه، د روان کال تر پایه به د برېښنا تولید له ۱۵ تر ۲۰ نورې پروژې هم پيل کړي، چې مجموعي ظرفیت به یې پنځه زره مېګاواټه ته ورسېږي.
د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رییس څرګنده کړه، هرات ولایت ته د ګازو په را رسېدو سره به له کانونو او پټرولیم وزارت سره په همغږۍ د ګازو لویې شبکې او له ګازو څخه د برېښنا تولید د ۳۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د لویې فابریکې د جوړېدو کارونه پيل کړي. همداراز یې د طبیعي ګازو او ډبرو سکرو د اکتشاف، استخراج او له هغه څخه د برېښنا تولید په برخه کې له اړوندو ادارو سره د ګډ کار کولو غوښتنه وکړه.
د دې کتنې په پای کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال او اړوندو ادارو مسئولینو په یادو برخو کې د پوره همکارۍ او ګډ کار اطمینان ورکړ.