د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په شپږمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. د ملي تدارکاتو کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې له اجنډا سره سم پر ۲۴ پروژو مفصل بحث وشو، چې د ۹پروژو قراردادونه یې منظور، د ۲ پروژو قراردادونه لغوه او د پاتې نورو پروژو په اړه ګډو کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو یې تخنیکي ارزونه ترسره او خپل راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. په منظور شوو پروژو کې د کانونو او پټرولیم وزارت، لوړو زده کړو وزارت، ټولګټو چارو وزارت، پوهنې وزارت، افغان ملي بانک، د افغانستان برښنا شرکت او کابل ښاروالۍ بېلابېلې پروژې شاملې دي، چې ټولیز ارزښت یې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي.