د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول محترم ډاکتر تاج الدین اويوال او مل پلاوي سره وکتل.
په پیل کې، محترم ډاکتر تاج الدین اويوال اړمنو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د مرستو په رسولو کې د اسلامي امارت د همکاريو مننه وکړه او وې ويل، ملګرو ملتونو سازمان او په ځانګړي ډول يونيسف له افغانانو سره مرستې ته ژمن دی او هڅه کوي، ترڅو راستنېدونکو کډوالو ته لا زياتې بشري مرستې برابرې کړي.
د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسئول څرګنده کړه، چې د مؤسسو او د افغانستان اسلامي امارت مسئولينو تر منځ د ګډ کار په پايله کې تر اوسه ۴۵ زره تنو ته د کارموندنې زمينه برابره شوې او همداراز دغه بنسټ تيار دی راستنېدونکو کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو او افغانانو ته د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو کې همکاري وکړي.
وروسته د رياست الوزراء اداري مرستيال د يونيسف استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو مسئول او پلاوي سره پر دې کتنې خوښي وښوده او د يادو سازمانونو له بشري مرستو څخه يې مننه وکړه او وې ويل، ملګرو ملتونو سازمان له اړمنو سره د مرستې لپاره تل پر وخت اقدام کړی او په مختلفو برخو کې يې پام وړ مرستې کړې دي.
د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز کډوالو ته د ښارګوټو او کورونو جوړولو لپاره د ياد سازمان له لېوالتيا مننه وکړه او زیاته يې کړه، د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي په پای کې ځوانانو ته د کارموندنې پر موضوع ټينګار وکړ او وې ويل، د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د همغږۍ رامنځته کولو ته اماده دی.#