د هیواد د بېلابېلو سیمو یو شمېر علماوو او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

 د هیواد د بېلابېلو سیمو یو شمېر علماوو او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د هیواد د بېلابېلو سیمو یو شمېر علماوو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی راغلو کسانو په هیواد کې د سراسري امنیت او ثبات په ټینګښت خوښي وښوده او وې ویل، اسلامي امارت د زرګونه علماوو او نورو هیوادوالو د کوښښونو او سرښندنو په پایله کې په هیواد کې واکمن شوی چې دا د ټولو افغانانو د ویاړ لامل دی،
هغوی زیاته کړه، د هیواد ټول علما د نظام د پیاوړتیا او عامه اذهانو د تنویر په خاطر یو د بل ترڅنګ ولاړ دي او د اسلامي امارت مسوولینو سره په همکارۍ کوښښ کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د اسلامي امارت نظام د تحکیم په برخه کې د هیواد د علماوو د کوښښونو او سرښندنو مننه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د هیواد ټول علما او مشران د دې ترڅنګ چې د هیواد د اولادونو د روزنې مسوولیت لري، د خلکو د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د یووالي او ورورولي د ټینګښت په موخه هم مکلفیت لري او لازمه ده ټول د اباد او پرمختللي افغانستان لپاره کوښښ وکړو.2420:48