د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو، مشرانو او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو، مشرانو او مخورو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو، مشرانو او مخورو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې یادو کسانو د فاریاب ولایت خلکو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د دوی د ستونزو او ننګونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
دوی څرګنده کړه، خوشبختانه د اسلامي امارت د مجاهدینو او مسؤلینو د شپه او ورځ نه ستړې کېدونکو هلوځلو له برکته ولسونه له امنیت او هوساینې برخمن شوي او په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې مخته وړي.
د فاریاب ولایت علماوو، مشرانو او مخورو د ښوونې او روزنې، روغتیا، د کاري فرصتونو د ایجاد ترڅنګ انکشافي چارو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت علماوو، مشرانو او مخورو سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کول او دوی ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسؤلین په دې برخه کې خپلې هر راز هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی له لورې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام یادو مواردو ته رسیدګي وکړي.#