د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوي د متشبثو او سوداګرو ښځو ستونزو ته د اسلامي امارت د رهبرۍ له پاملرنې مننه وکړه او په اقتصادي فعالیتونو کې یې د ښځو رول زیاتولو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د ښځو او صنایعو خونې مدیره پلاوي او اړوندو وزارتونو او ادارو ترمنځ د ښې همغږۍ ستاینه وکړه او په اقتصادي وده کې یې د افغان متشبثو او سوداګرو مېرمنو فعالیتونه پام وړ وبلل.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع هغوی ته ډاډ ورکړ، چې پر غوښتنو او وړاندیزونو به یې غور وکړي.#