د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې، دې هيواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په داسې حال کې وکتل چې په قطر کې د اسلامي امارت سفیر ډاکټر محمد نعیم وردګ او د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر محترم سهیل شاهین هم حضور درلود.
په دې ناسته کې، په قطر کې د مېشتو افغانانو په استازولۍ قومي مشر حاجي موسی جان خبرې وکړې او په افغانستان کې د اسلامي نظام په حاکمیت او د افغانستان په روان وضعیت یې خوښي وښوده.
نوموړي وویل، دا چې په افغانستان کې سرتاسري امنیت تأمین دی، نو په قطر کې مېشت سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په دوحه کې مېشتو افغان سوداګرو او علماوو له اسلامي امارت سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په افغانستان کې د یووالي تحکیم، د بنسټونو د رغولو او پر نظام د ټولو افغانانو د راټولولو لپاره دې لا ډېر کار وشي.
هغوی همداراز خپل وړاندیزونه او ستونزې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، په قطر کې له مېشتو افغانانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، نن افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري، چې د هېچا تر اغېز لاندې نه دی.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې او له ګڼو هېوادونو سره ډیپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي روابط لري.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان په تېرو دریو کلونو کې د سیاست، اقتصاد او امنیت په برخو کې پام وړ پرمختګونه کړي، فساد پای ته رسېدلی، پر ټول افغانستان واحد اسلامي نظام حاکم دی او خلک له نظام سره بشپړ همکار دي.
د دې ليدنې په پای کې، محترم مولوي عبدالکبیر له ټولو بهر مېشتو سوداګرو او پانګه والو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دې لارې د خپل هیواد په رغولو کې ونډه واخلي.#