د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشري ترسره شوه

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه د رياست الوزراء اداري مرستیال په مشري ترسره شوه

د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه نن ماسپښین د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌ الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشري، د کمېټې د محترمو غړو، د اریانا افغان هوایي شرکت او د کام ایر شرکت د مسئولینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې له هراړخېزې ارزونې او د هوایي شرکتونو د مسئولینو د نظریاتو له اورېدو وروسته پر وخت د حاجیانو د لېږد، د الوتنو د وخت د تنظیم او د بیت الله شریف حاجیانو ته د غوره خدماتو د څرنګوالي په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.