د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر پرون د سرپل او پکتیکا ولایتونو له یوشمېر سيمهییزو مسؤولينو سره ولیدل.
یادو مسؤولینو وویل، شپه او ورځ د اسلامي نظام د ټینګښت او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره خدمت کوي. په سرپل او پکتیکا ولایتونو کې د مسؤولینو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره هڅې کېږي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له راغلو مسؤولینو څخه په مننې وویل، اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او د هغوی د مبارزې او قربانیو له برکته منځته راغلی دی.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت ټول مسؤولین باید د خدای تعالی د رضا لپاره د ولسونو خدمت او د هېواد ابادۍ ته لومړیتوب ورکړي او په پوره اخلاص خپل مسؤولیتونه ترسره کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، د اسلامي امارت په لیکو کې هېڅ ډول ژبنی او سمتي تبعیض او توپير نشته او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه کتل کېږي. هغه ډاډ ورکړ، چې د سرپل او پکتیکا ولایتونو د ولسونو ستونزو ته به پاملرنه وشي.