د رياست الوزراء سياسي مرستيال د شهيد اسماعيل هنيه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ

د رياست الوزراء سياسي مرستيال د شهيد اسماعيل هنيه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه قطر ته ولاړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزارء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان اسلامي امارت په استازولۍ، د حماس غورځنګ د سیاسي برخې مشر شهید دوکتور اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه، له تهران څخه قطر ته ولاړ. 

ټاکل شوې سبا د جمعې په ورځ، په قطر کې د حماس غورځنګ د سیاسي برخې مشر شهید دوکتور اسماعیل هنيه د جنازې لمونځ اداء شي، چې د نورو اسلامي هیوادونو د استازو ترڅنګ به د اسلامي امارت په استازيتوب پکې د رياست الوزراء سياسي مرستيال محترم مولوي عبدالکبیر ګډون وکړي. 

همداراز په پام کې ده، چې د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال یاد هیواد ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او یو شمېر نورو اړوندو مهمو مسائلو په هکله پر قطري لوړپوړو چارواکو سربېره د ځینو هیوادونو او بنسټونو له استازو سره هم لیدنې ولري.#