د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د حج ملي کمېټې غونډه جوړه شوه

د حج ملي کمېټې غونډه نن ماسپښین د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د یادې کمېټې د محترمو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې لومړی د کعبې شریفې د حاجیانو او زیارت کوونکو د انتقال د څرنګوالي، د الوتنو د وخت د مشخص کولو، د ټرانسپورټ او بانکي چارو د تنظیم په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه او وروسته په هغه اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.