د سپېدار ماڼۍ په جامع جومات کې د حضرت محمد (ص) د سیرت په اړه غونډه وشوه

د سپېدار ماڼۍ په جامع جومات کې د حضرت محمد (ص) د سیرت په اړه غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت (سپېدار ماڼۍ) جامع جومات کې نن د اسلامي امارت د ځینو مشرانو او مسؤلینو په ګډون د حضرت محمد ص د مبارک سیرت په اړه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د ریاست الوزراء پر سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر سربېره د امر بالمعروف، نهی عن النمکر او شکایتونو اورېداو وزير شیخ محمد خالد حنفي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال مولوي زر محمد حقاني او د سیاسي معاونیت ملکي او پوځي کارکوونکو حضور درلود.
په‌ پيل کې شیخ محمد خالد حنفي د حضرت محمد (ص) د شخصیت پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچوله وې ويل، د پیغمبر (ص) د سیرت لوستلو سربېره د ورته غونډو جوړولو تر څنګ اړتیا ده چې هر مسلمان د اسلام د وروستي پیغمبر (ص) سنت عملي کړي او تر نورو د اسلام پيغام ورسوي.
ښاغلي شیخ محمد خالد حنفي په ټولنه کې د مسلمانانو پر مسئولیتونو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د نبي کریم (ص) بشپړ او هر اړخيز شخصیت ته په کتو باید د ژوند ټولې چارې د سنتو پر اساس مخکې لاړې شي.
دغه راز مولوي زر محمد حقاني د حضرت محمد (ص) د سیرت په هکله وویل، له نېکه مرغه اسلامي نظام په هېواد کې د نبي کریم (ص) د سنتو پر بنسټ کار کوي او ټول قوانین د اسلام په رڼا کې جوړ او توشیح کېږي.
د ښاغلي حقاني په وینا، د اسلامي امارت له بریا وروسته د منکراتو پر وړاندې جدي اقدامات شوي او ټول علماء کولای شي د بحث وړ موضوګانو په هکله خپل نظرونه له اړوندو ادارو سره په مستقیم ډول شریک کړي.#6321:13