د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د المدینه ډيولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې شهلا هوپر جمال او مل پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې د افغانستان خصوصي سکتور کې د خپلې پانګونې په اړه معلومات ورکړل او په وینا یې، له دې بریالۍ تجربې وروسته غواړي په امارتي ادارو کې هم د اداري سیستمونو د ډیجیټلي کولو په برخه کې پانګونه وکړي.
نوموړې وویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په افغانستان کې ډېر مثبت پرمختګونه راغلي او د دوی شرکت هم غواړي له موجود امنیت او پانګونې ته له برابرې شوې زمینې څخه استفاده وکړي.
مېرمن شهلا هوپر جمال وویل، د افغانستان د یو خصوصي بانک لپاره یې د ATM کارتونو د چاپ او ځانګړو پرنټرونو برابرولو په برخه کې پانګونه کړې او دوی تیار دي، چې د موټر چلولو جواز یا لایسنس، برېښنایي پاسپورټونو سیستم رامنځته کولو او د احصائیې او معلوماتو عمومي ادارې لپاره د ځانګړو پروګرامونو په برابرولو هم پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د المدینه ډیولپمنټ سپلای ال ال سي شرکت رئیسې شهلا هوپر جمال او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د هغوی د پانګونې اقدام وستایه.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، په اقتصادي، اداري او امنیتي برخو کې د سیستمونو ډیجیټلي کول د وخت اړتیا ده او اسلامي امارت د افغانستان اړتیاوو ته په پام درک کړې ده او زیاته یې کړه، خلکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اداري سیستمونو ساده کول یو مهم لومړیتوب دی.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې د یاد شرکت رئیسې او غړو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت پانګه والو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي او د دوی وړاندیزونه به هم له اړوندو ادارو سره شریک کړي.#