د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن
په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د اړوندو ادارو له لوري د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو پر طرحې بحث وشو.

یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښت په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید او د تخنیکي مطالعاتو د ترسره کولو لپاره یې د اقتصادي معاونیت په مشرۍ کمېټه وټاکل شوه. کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې ټول تخنیکي، اقتصادي، اجتماعي او د چاپیریال ساتنې اړوند مسایلو په اړه یې تفصیلي کړنې ترسره او راپور یې په درېيو میاشتو کې د ریاست ‌الوزراء اقتصادي معاونیت له محترم مقام سره شریک کړي.

د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي د جوړولو لپاره خصوصي سکټور د شاوخوا اته میلیارده ډالرو پانګونې لېوالتیا ښودلې، چې په ۱۱ زره جریبه کې به جوړ او لسګونو زرو هېوادوالو ته به د سرپناه برابرولو ترڅنګ زرګونه کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.#