د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفیر سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفیر سره د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت نوي سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره تعارفي لیدنه وکړه. 

په دې ناسته کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي رضا بیګدلي، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او اقتصادي همکاریو په زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د چابهار بندر فعالول او پرانیستل به یې د هڅو په سر کې وي.

نوموړي د ایران او افغانستان ترمنځ د همکاریو تفاهم لیکونوته په اشارې زیاته کړه، له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي. همدارنګه یې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته تهران ته د سفر بلنه ورکړه.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، ښاغلي علي رضا بېګدلي ته د نوې دندې مبارکي وویله او د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي اړیکو او مشترکاتو ته په کتو یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا هیله وښوده.

محترم سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت له ایران سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او وې ویل، ایراني پانګوال او سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې وکړي.

نوموړي وویل، اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې له هېوادونو سره اړیکي یې د نورو له لوري تر تاثیر لاندې شي، بلکې افغانستان د سیمه ییز ثبات او اقتصادي پیاوړتیا په هڅه کې دی.

محترم مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو د کوربتوب له امله له ایران څخه د مننې ترڅنګ وویل، افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. له هغوی سره دې نرمي وشي او د افغان کدوالو له اجباري ایستلو دې ډډه وشي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په افغانستان کې هغه عوامل نشته چې د ایران او افغانستان اړیکې خرابې کړي. هغه زیاته کړه، دا مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او قاچاق پایته رسېدلی او د ایران او افغانستان تر منځ د حقابې مسئله په تفاهم سره حل شوې ده. په دې برخه کې غیرمسؤولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز کولای شي.