د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په هغه غونډه کې چې په جوزجان پوهنتون کې د علمای کرامو، متنفذینو او د یاد پوهنتون د استادانو او محصلینو په ګډون جوړه شوې وه،ګډون او وینا وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل، د جوزجان پوهنتون د مسئولینو او استادانو د کړنو او فعالیتونو قدرداني وکړه او علماوو او استادانو ته په خطاب کې یې وویل، تاسو هغه څوک یاست چې د هیواد د بچیانو د تعلیم، روزنې او د افکارو د روښانولو لپاره شپه او ورځ زحمتونه ګالۍ، له همدې امله موږ پر تاسو ټولو ویاړو.
نوموړي زیاته کړه، افغانستان اوس له جنګ راوتلی، پرمختګ او ابادي ته اړتیا لري او له شک پرته دا په علم، تخصص او پرلپسې کوښښ عملي کېږي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال جوزجان پوهنتون د هیواد له مخکښو پوهنتونونو څخه دی.استادان دې د ځوانانو د تعلیم او روزنې لپاره زیات کوښښونه وکړي او زه ډاډ ورکوم چې اسلامي امارت د دوی ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړه، متأسفانه دېر کلونه د جوزجان ولایت آبادي ته پاملرنه نه ده شوې، اما اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې پراختیایي او د ابادي برنامې پیل کړي چې د درزاب او قوشتیپې ولسوالیو د سرکونو ترمیم د کار پیل او آقچه ولسوالي ته د برېښنا لېږد د همدغو اقداماتو له جملې څخه دي او درزاب او قوشتیپې ولسوالیو ته به په نږدې راتلونکي کې د برېښنا لېږد کار پیل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه زیاته کړه، د فاریاب او هرات حلقوي او تر گرزیوان ا و بلچراغ پورې د میمنې عمومي سرک عملي کار جریان لري او همدارنګه د دهندرې بند جوړولو کار پیل شوی او په پام کې ده د سرپل – فاریاب حلقوي ژر پیل شي.
نوموړي وویل، د جوزجان ولایتي روغتون بشپړ شوی او کوښښ کوو د هیواد په کچه هیڅ کلی بې ښوونځي او مدرسې پاتې نشي او په لیرې پرتو سیمو کې روغتیایي کلینیکونه جوړ شي او په همدې ترتیب کوښښ کوو د کرنې او تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټیوټونو کې مسلکي برخې زیاتې کړو.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د اوبو د کمبود ستونزو ته په اشارې وویل، د سلطان ابراهیم بند د کار بشپړولو او شبرغان ښار سره له قوشتیپې کانال څخه د یو فرعي کانال له وصلولو سره په دواړو ولایتونو کې دا ستونزه حل شي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د جوزجان پوهنتون محصلینو سره په جلا لیدنه کې هغوی ته وویل، د هیواد راتلونکی ستاسو په زیارکښو لاسونو کې دی او لازمه ده چې له طلایي وخت څخه سمه استفادۀ او په زده کړه او تحصیل کې زیات کوښښ وکړئ چې ستاسو په زحمتونو او هڅو هیواد اباد شي.