د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي جوزجان ته د سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د دې ولایت جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دغې لیدنې په جریان کې د دې مدرسې له مسئولینو، استادانو او طالبانو سره وکتل او وې ویل، دا چې اوس مدرسې د جوزجان جهادي مدرسې غوندې له ټولو درسي او هوساینې امکاناتو څخه برخمنې دي، د اسلامي نظام، د افغانستان اسلامي امارت رهبري، علماوو او زرګونه شهیدانو د وینو له برکته دي چې د اشغالګرو د وتلو، په هیواد کې د اسلامي نظام د واکمني او د شریعت د اقامې غوښتونکي وو. طلبا باید له امکاناتو، وخت او فرصت څخه سمه استفاده وکړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي طلباوو ته په خطاب کې وویل، کوښښ وکړئ د خپلو استادانو درناوی وکړئ. له استادانو او خپلو ټولګیوالو سره په ډېر ادب چلند وکړئ. له کبر او غرور ځان وساتئ. پر اصلي درسونو سربېره نور علوم او فنون هم زده کړئ. په رسمي وخت کې خپل اصلي درسونه ووایئ او په غیر رسمي وخت کې بېلابېل علوم زده کړئ.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په پای کې د جوزجان جهادي مدرسې مسئولینو، استادانو او طالبانو ته د بریالیتوب دعا ترڅنګ هغوی د افغانستان پانګه، رهبران او د هیواد او اسلامي نظام د راتلونکي خادمان وبلل او وې ویل، دوی په هغه صورت کې د افغانانو واقعي رهبران او خادمان کېدلی شي چې علوم او فنون زده کړي او له علم او زده کړې پرته دې هدف ته نشي رسېدلی.