د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم محترم شیخ ریاض الله سره وکتل.
په دې کتنه کې محترم شیخ ریاض الله په ننګرهار کې د ټولنیز، فرهنګي او مدرسو د وضعیت په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
د محمدیه مدرسې مهتمم د امنیت او د خلکو د هوساینې د تامین په برخه کې د اسلامي امارت د مسئولینو د زحمتونو او کوښښونو قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، د دډرې خوښۍ ځای دی چې نن د مدرسو طالبان او د ښوونځیو زده کوونکي همزمان دیني او عصري علوم زده کوي.
محترم شیخ ریاض الله همدارنګه د اسلامي امارت مسوولینو څخه وغوښتل چې د مدرسو او ښوونځیو پراختیا ته په ټول هیواد کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار د جامعه محمدیه مدرسې مهتمم سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ وویل، د امنیت تامین، په بېلابېلو برخو کې هیوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول او هغوی ته د هوساینې او ارامي برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسوولین په دې برخه کې خپلې هڅې او کوښښونه نه درېغوي.
 محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هغو موضوعاتو په اړه چې د محمدیه مدرسې مهتمم مطرح کړې، څرګنده کړه چې اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام د مدرسو او ښوونځیو د کمیت او کیفیت پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې او کوښښونه ونه سپموي.