د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ پرون په مرمرینه ماڼۍ کې د اړوندو وزارتونو او ادارو له مسوولینو سره د هوايي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د وچو او تازه میوو د صادراتو په اړه دوهمه تعقیبي غونډه ترسره شوه.
په پيل کې د اړوندو وزارتونو او ادارو مسوولینو په لومړۍ غونډه کې د ورسپارل شوو کارونو راپورونه وړاندې کړل.
وروسته د اریانا افغان هوايي شرکت ته هدایت وشو، چې له دې وروسته في کیلو صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او في کیلو وارداتي سوداګریز توکي په ۸۰ سېنټه انتقال کړي.
همدارنګه د مالیې او ترانسپورټ او هوايي چلند وزارتونو ته لارښوونه وشوه چې د اریانا افغان هوايي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي.
د اریانا افغان هوايي شرکت ته همداراز هدایت وشو، چې څومره ژر ممکنه وي یوه کارګو الوتکه هم وپېري.