د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزراء اداري مرستيال په مشرۍ ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه نن له غرمې مخکې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه. 

په دې غونډه کې، لومړی مؤظفو کمېټو د کمېسيون له لوري د ورسپارل شويو دندو په اړه د خپلو فعاليتونو او کړنو راپورونه وړاندې کړل. 

وروسته د اطلاعاتو فرهنګ او عامې روغتیا وزارتونو ، د چارو ادارې عمومي ریاست او د امارتي شرکتونو ریاست د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخيزه ارزونه وشوه او د یادو زمینو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.#