د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او مل پلاوي سره وکتل

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې اغلې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل. 

په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا له افغانانو سره د اسلامي امارت د چارواکو او مشرانو پر لیدنو خوښي څرګنده کړه وې ویل، له افغانستان څخه بهر یې د خپل وروستي سفر په لړ کې له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو او بنسټونو د مرستو راجلبولو په هکله خبرې کړي چې یوناما د راتلونکي ژمي د اړتیا وړ مرستو یوه برخه ترلاسه کړې ده. 

مېرمن اوتنبایوا د افغانستان د کرنیزو صادراتو پر وړاندې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو د پولو تړل د افغان بزګرانو پر زیان وبلل او زیاته یې کړه، اسلامي امارت دې له اړوندو هېوادونو سره خبرې وکړي، یوناما هم ددغو ستونزو د حل هڅې کوي.

 نوموړې په کابل کې وروستي سوداګریز نندارتونونه د افغان محصولاتو د معرفي کېدو لپاره ارزښتمن وبلل وې ویل، په نږدې راتلونکي کې به یوناما په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګنده کړه، په افغانستان کې د نشه يي توکو د لمنځه تللو، بدیل کښت او روږدو کسانو د درمنلې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ هوډ لري. نوموړې له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون د کار پیل غوره اقدام وباله. 

وروسته د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، د هغې نوې ټاکل شوې مرستیالې او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د یوناما ماموریت مهم ګڼي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون طرزالعمل کارونه به ژر بشپړ شي. 

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، اسلامي امارت د اسلامي اصولو پر بنسټ خپلې چارې پر مخ وړي، که چیرې له کوم لوري سره اندېښنه وي اسلامي امارت په هغه اړه ورسره خبرې کولای شي. همداراز دې یوناما د یو شمېر مسائلو په هکله مسؤلانه چلند وکړي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، په نږدې ورځو کې به د یوناما په ګډون په کابل کې له بهرنیو سفارتونو سره، له نشه یې توکو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون ګډه غونډه جوړه او پر یو شمېر اړینو موضوعګانو خبرې وشي.#