د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ صاحب حفظه الله په امامت د کوچني اختر لمونځ د کندهار په عيدګاه کې ترسره شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ صاحب حفظه الله په امامت د کوچني اختر لمونځ د کندهار په عيدګاه کې ترسره شو

د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ صاحب هبةالله حفظه الله په امامت د کوچني اختر لمونځ نن سهار د کندهار په مرکزي عيدګاه کې ترسره شو.

د کوچني اختر په مراسمو کې عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ صاحب وينا هم وکړه او پخپلو خبرو کې يې د اسلامي امارت ټولو منسوبينو، علمای کرامو، محترمو مجاهدينو او متدينو، مخورو مسلمانو وروڼو او په ځانګړي ډول د کندهار شريف او متدين ولس ته د سلامونو او احتراماتو وړاندې کولو تر څنګ د کوچني اختر مبارکي وويله.
عالیقدر امیرالمؤمنین د لوی الله په دربار کې د ټولو مسلمانانو د روژې، عبادتونو، تراويح، دعاګانو او ختمونو د قبولېدو د دعا ترڅنګ په افغانستان کې د اشغال د خاتمې مبارکي وويله او ولس ته يې د افغانستان د اقتصادي نظام د پياوړتيا، ثبات او هوساينې ډاډ ورکړ.
امير المؤمنين پخپلو خبرو کې وويل: د ازادۍ، کاميابۍ او امنيت اختر او د شرعي نظام حاکمیت او فتحه مو مبارک شه.
امیر المؤمنين د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، له خدای (ج) څخه ټول ملت ته د استقامت غوښتونکی يم او خدای (ج) دې پر دې طريقې چې څنګه اوس روانه ده، جهادي مقاومت، اسلامي اخوت او اسلامي محبت باندې ټولو ته استقامت ورکړي او د اختر مبارکۍ ترڅنګ يې له ټول ولس څخه د دعاوو غوښتنه هم وکړه.
په کندهار کې د کوچني اختر د لمانځه ادا کولو په دې مراسمو کې د کندهار پر والي حاجي محمد يوسف وفا سربېره د اسلامي امارت نورو لوړ پوړو مقاماتو، د کندهار د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسوولينو او زرګونه هيوادوالو هم برخه اخيستې وه.