د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د کابل ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء پر اداري او سیاسي مرستیالانو سربېره د کابینې یوشمېر محترمو غړو، د خصوصي سکټور استازو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی وو.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اوبو ارزښت ته په اشارې وویل، اوسمهال په نړیوال سیاست او اړیکو کې پر اوبو د یو مهم اقتصادي عنصر په توګه بحث کېږي، په یوشمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو او قیمتي کاني زېرمو هم لوړ دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، له بدهمرغه پر افغانستان د تحمیل شویو جګړو او یوشمېر کورنیو او بهرنیو عواملو له امله په هېواد کې د دغه مهم اقتصادي عنصر د مدیریت لپاره اساسي پانګونه نه ده شوې او له همدې وجې د موسمي بارانونو او اقلیمي بدلونونو له کبله د زیاتو سېلابونو راوتلو پر مهال یوشمېر هېوادوالو ته د سر او مال زیان رسېږي.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، اسلامي امارت د اوبو ارزښت او اړتیا په درک کولو سره د دغه مهم اقتصادي عنصر مدیریت ته جدي پاملرنه کړې او په همدې موخه یې د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه او عروس بند پاتې چارې بشپړې او نن یې له نېکه مرغه هېوادوالو ته د څښاک پاکو او همدا راز د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو د برابرولو په موخه ګټې اخیستنې ته سپاري.
محترم ملا صاحب زیاته کړه، د دغه بند د چارو په بشپړېدو سره به ډېرو بزګرانو ته د ځمکو خړوبولو په موخه اوبه برابرې شي، د برېښنا پر تولید سربېره به د فردي اقتصاد او په ټوله کې د هېواد له ملي اقتصاد سره د پام وړ مرسته وکړي.
په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ټولو هېوادوالو ته د دغه لویې او ملي پروژې مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دې او نورو پروژو په ساتنه کې له اسلامي امارت سره اوږه په اوږه خپل فردي مسؤلیت په سمه توګه اداء کړي.
د یادونې وړ ده چې شاه او عروس بند د ۷۸ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴ میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲ میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.#