د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بادغیس ولایت او د کابل د بګرامیو ولسوالۍ علماوو، مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د بادغیس ولایت او د کابل د بګرامیو ولسوالۍ علماوو، مشرانو او متنفذینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن د بادغیس ولایت علماوو او متنفذینو او د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ قومي مشرانو سره په سپيدار ماڼۍ کې په جلا توګه ولیدل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د هغوی د وړاندیزونو او ستونزو له اورېدو وروسته هغو ته د رسیدګي لپاره د همکارۍ او لازمې لارښوونې ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې ملا نوراغا حیدر او مولوي غلام محمد د بادغیس ولایت د علماوو او متنفذینو او حاجي عبدالرحمن د بګرامیو ولسوالۍ د متنفذینو په استازیتوب په هیواد کې د اسلامي نظام او د سراسري امنیت په تامین خوښي وښوده او له اسلامي امارت یې خپل ملاتړ اعلان کړ.