د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سره  د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محترم قاری حفیظ الله پهلوان سره وکتل.

په دې کتنه کې لومړی محترم قاری حفیظ الله پهلوان د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د کړنو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ .

نوموړي وویل، په دې ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدین او مسوولین په ټول توان تل د خدماتو برابرولو او د خلکو د امنیت او هوساینې د تامین کوښښ کوي.

محترم قاري حفیظ الله پهلوان همدارنګه د مواصلاتي لارو او پراختیایي پروژو د تطبیق موضوعاتو ته اشاره وکړه او د اسلامي امارت له مسوولینو یې وغوښتل چې دغو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، د امنیت تامین او هیوادوالو ته د خدماتو برابرول د اسلامي امارت له ژمنو څخه دي او باید په دې برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

محترم مولوی عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر له لوري د مطرح شویو موضوعاتو په اړه وویل،اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام پورتنیو مواردو ته رسیدګي وکړي.