د رياست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس د خاکجبار ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل

د رياست الوزراء لوړ مقام د دفتر لوی رئیس د خاکجبار ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او مشرانو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د کابل ولایت خاکجبار ولسوالۍ له یو شمېر علماؤ او قومي مشرانو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پيل کې محترم مولوي عبدالهادي، محترم غلام دستګیر او محترم شفیع الله د نورو په استازولۍ خبرې وکړې او د اسلامي امارت په راتګ سره یې ټول هیواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت او د امنیت پر تأمین خوښي څرګنده کړه وې ویل، خاکجبار د کابل د نورو ولسوالیو په پرتله وروسته پاتې ولسوالي ده چې خلک یې په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

راغلو قومي مشرانو او علمای کرامو په دې ولسوالۍ کې د معیاري روغتونو او سړکونو او د اوبو بندونو جوړولو ترڅنګ د انکشافي پروژو تطبیق، ښوونې او روزنې، کرنې او برېښنا په برخو کې د خاکجبار ولسونو ستونزې او وړاندېزونه په لیکلي بڼه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس سره شريک او دغې برخې ته یې د اسلامي امارت د مسؤلینو ځانګړې پاملرنه وغوښته.

وروسته د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع راغلو مشرانو او علماؤ ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی د ستونزو، مشورو او وړاندیزونو له شریکولو په مننې د اشغال پر مهال د یادې ولسوالۍ د ولسونو قرباني او خدمتونه وستایل وې ویل، د اسلامي امارت د مسؤلینو دروازې د خلکو په مخ پرانیستې دي، هر وخت کولی شي خپلې ستونزې او وړاندیزونه په ډاډه زړه ورسره شریک کړي.

د رياست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس څرګنده کړه، اسلامي امارت د خپل توان په محدوده کې د ټولو هیوادوالو لومړیتوبونو ته په پام د دوی د ستونزو حلولو ته ژمن دی.  

محترم ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې راغلو علماي کرامو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو امارتي ادارو او مسؤلینو سره شریکې کړي.#