د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند نن له غرمې مخکې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومان ګارین سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی، وکتل.
په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم نورالدین عزیزي او د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هم حضور درلود، په پيل کې د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ښاغلي سیریک ژومان ګارین ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، افغانستان او قزاقستان دوه مسلمان هیوادونه دي چې په سیاسي، اقتصادي، دیني او فرهنګي برخو کې ګڼ مشترکات لري.
ورپسې د قزاقستان لومړي وزير مرستيال او د اقتصاد وزیر کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او د دې سفر موخه يې له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پياوړتيا وبلله.
ښاغلي سیریک ژومان ګارین وویل، د قزاقستان جمهوررئیس افغانستان ته ځانګړې توجه لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې له نږدې څاري، ځکه افغانستان په سیمه کې زموږ مهم شریک دی.
نوموړي زیاته کړه، قزاقستان له افغانستان سره بشردوستانه همکاریو په ځانګړي ډول راستنېدونکو مهاجرینو او د طبیعي پېښو زیانمنو شویو افغانانو ته خاصه پاملري کوي، نن مو هم اته واګونه بشري مرستې چې خیمې، درمل او نور بېلابېل اړین توکي پکې بار دي افغانستان ته راولېږدول.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر څرګنده کړه، موږ غواړو له افغانستان څخه قزاقستان ته د صادراتو کچه لوړه کړو، په همدې موخه به نن په کابل کې افغان - قزاق ګډه تجارتي خونه پرانیستل شي.
نوموړي دېته په اشارې چې افغانستان د سالمې رهبري په لرلو سره په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه کړي وویل، قزاقستان په ټولو برخو کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند ته د دغه هیواد د جمهوررئیس له لوري د سفر رسمي بلنه هم ورکړه.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د دواړو هیوادونو اړیکي مهمې وبللې او وې ویل، دا مهال افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي، چې دا ټول د دوستو هیوادونو د همکاریو پایله ده.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء زیاته کړه، خدای دې وکړي چې دغه سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لازیاتې پیاوړتیا لامل وګرځي.
محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند دغو ښو اړیکو ته په اشارې وویل، ټولو اړوند ادارو ته لارښوونه کېږي چې په بېلابېلو برخو کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د اړیکو پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال څخه وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د قزاقستان جمهور رئیس ښاغلي قاسم جومارت توکايوف او د کابينې غړو ته ورسوي.
په پای کې محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند د قزاقستان جمهوررئیس ته هم افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.#