د افغانستان اسلامي امارت د کابینې څوارلسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشري پرون تر سره شوه.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه پکې د هیواد په لوړو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسائلو بحث او ځینې پریکړې وشوې.
پهغونډه کې د پراختیایي بودجې د مصرف راپور تایید او اړوندو اداراتو ته لارښوونه وشوه، چې پراختیایي بودجه په پلان شویو پروژو کې پر وخت مصرف او پراختیایي چارې دې په ښه توګه له پلان سره سمې پر مخ یووړل شي.
دغه راز په یاده غونډه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې حل لارې وموندل شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل وروسته د خیر دعاء سره پایته ورسېده.