د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي آیبیک عارف عثمانوف سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي آیبیک عارف عثمانوف له خپل هبواد سره د افغانستان اسلامي امارت په ښو اړیکو خوښي وښوده او په بېلابېلو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د دې په بیانولو سره چې د ازبکستان دولت له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، زیاته کړه، د هیواد تاجران او پانګوال یې په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړي ډول د روغتیایي مرکزونو جوړولو، د درملو د وارداتو، د سیمنټو فابریکو جوړولو او د ډبرو سکرو د پېرلو او سوداګرۍ په برخو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتو دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان سفیر سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې، د هغه د هڅو قدرداني وکړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال ازبکستان ته د خپل وروستي سفر ، د هغه هیواد لوړپوړو مقاماتو سره د لیدنو، په افغانستان کې په سوداګرۍ او پانګونه کې د ازبکستان د تاجرانو او پانګوالو د لېوالتیا یادونه وکړه او خوښي یې ورباندې څرګنده کړه.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، اسلامي امارت به تاجرانو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.