د اوزبکستان سفیر سره د رياست الوزراء اداري مرستيال د مخه ښې کتنه

د اوزبکستان سفیر سره د رياست الوزراء اداري مرستيال د مخه ښې کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري

‎مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي یادگار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه وکړه.

‎په پيل کې، د ازبکستان سفیر ښاغلی یادگار خواجه شادمانوف چې دولس کاله وروسته یې په افغانستان کې د سفیر په توګه ماموریت پایته ورسېده، له خپل هیواد سره د افغانستان اسلامي امارت په نېکو اړیکو خوښي وښوده او وې ویل، د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هیواد کې کوښښ کړی چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لاډېرې پیاوړې شي او پراختیا ومومي. 

‎نوموړي دېته په اشارې چې د ازبکستان دولت د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی، زیاته کړه، د هیواد تاجران او پانګوال یې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د کانونو د رااېستلو او انرژي په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

‎ورپسې د رياست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د ازبکستان سفیر ښاغلي یادگار خواجه شادمانوف سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړي د کړنو قدرداني او په راتلونکو ماموریتونو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.

د رياست الوزراء اداري مرستيال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوږدو تاریخي، فرهنګي او اقتصادي اړیکو په یادولو د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پانګونې هرکلی کوي او تاجرانو او پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.