د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د کابينې شپږمه غونډه: د هېواد لرې پرتو سيمو کې ولسونو ته د خدماتو جدي څارنې په اړه بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپږمه غونډه د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.
د کابينې دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې له اجنډا سره سم د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته سپارښتنه وشوه، چې د هېواد په لرې پرتو سيمو کې پیل شويو پراختيايي، تعلیمي او روغتيايي چارو ته جدي پاملرنه وکړي او ټولو محرومو سيمو کې ميشتو هېوادوالو ته له شته امکاناتو په استفاده په عاجله توګه د ژوند اسانتياوې برابرې کړي.
همدا راز په دې غونډه کې د ځمکې لاندې اوبو کارولو د مدیریت طرحې په اړه هم بحث او پرېکړه وشوه چې د اصولي پړاوونو له ترسره کولو وروسته دې د تائید او منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.