د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د نورستان ولایت له مرستیال والي شیخ زر محمد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سلاکار شیخ حسن خان سره ولیدل.
په دې کتنه کې د نورستان ولایت مرستیال شیخ زرمحمد د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته د نورستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه راپور وړاندې وکړ.
هغه ډاډ ورکړ چې د نورستان ولسونه او قومونه د اسلامي امارت ملاتړي او همکار دي. د ولسونو په همکارۍ په هغه ولایت کې بشپړ امنیت تامین دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایتي ادارې رهبرۍ او هم د اطلاعاتو کلتور وزارت سلاکار ته د هغوی د کاري استقامتونو اړوند لازم هدایات ورکړل.