د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئيس د بريتانيا سفارت شارژدافير سره وکتل

د رياست الوزراء سياسي معاونیت دفتر عمومي رئيس د بريتانيا سفارت شارژدافير سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر الله ذاکر نن د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره وکتل.

په دې کتنه کې، د اسلامي امارت او بریتانیا د سیاسي اړیکو او له افغانانو سره د ياد هيواد پر بشري مرستو خبرې وشوې.

په پيل کې ښاغلي ډیکسن وویل، لندن په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي. 

نوموړي زياته کړه، د بریتانیا حکومت هوډ لري، ترڅو د اقلیمي بدلون مدیریت او د اغېزو راکمولو لپاره افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.

د بریتانیا د سفارت شارژدافیر همداراز وويل، اړتیا ده چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې برخه شي او د خبرو او بحث له لارې شته ستونزې حل شي.

د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافير ته ښه راغلاست ووایه او له افغانانو سره یې د هغه هیواد بشري مرستې مهمې وګڼلې.

ښاغلي ذاکر زیاته کړه، اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او خبرو ته لومړیتوب ورکوي.

د نوموړي په وینا، دا مهال افغانستان د اقلیمي بدلون له شدیدو زیانونو سره مخ دی او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو او مسؤلیت یادونه وکړه.

همداراز مولوي ذاکر وویل، د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکارول شي او همدارنګه افغان حکومت پخپلو ژمنو عمل کړی دی.

مولوي ذاکر د خپلو خبرو په پای کې زياته کړه، پر اسلامي امارت نیوکې او تاوتریخوالي ته لمن وهل د حل لاره نه ده، ښه به وي چې نور هیوادونه خپلې اندېښنې په مستقيم ډول له افغان حکومت سره شريکې کړي.#