د ریاست الوزراء  اداري مرستیال د جوزجان ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پیل کړ

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د جوزجان ولایت مهاجرینو ته د مرستو د وېش بهیر پیل کړ

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن جوزجان ولایت ته د سفر په لړ کې د یاد ولایت د مهاجرینو لپاره د مرستو د وېش بهیر پرانیست. 

په دې سفر کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر محترم مولوي عطاالله عمري، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي، د ولایت مرستیال، د علماوو شورا رئیس او یو شمېر مسئولینو د محترم مولوي عبدالسلام حنفي ملتیا کوله، نوموړي وویل، د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي د اسلامي امارت له مسئولیتونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، د عالیقدر اميرالمؤمنين شيخ‌القرآن والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه الله تعالی د لارښوونې مطابق د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدګي عالي کمېسیون له لارې د هغوی د اړتیاوو د له منځه وړلو لپاره وېشل کېږي. 

محترم مولوی عبدالسلام حنفي په پای کې وویل، د دې پروسې په لړ کې په هر ولایت کې ۲۲۰۰ مستحقو مهاجرو کورنیو ته مرسته وېشل کېږي چې پربنسټ یې د هرې مهاجرې کورنۍ لپاره ۲۵۰ کیلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ نغدي مرستې کېږي.