د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پرون د کندهار شوراندام سیمنټو فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د دغې فابریکې په ترسره شوو کارونو خوښي څرګنده کړه او اړوندو مسوولینو ته یې د کار د غوره کیفیت او په ټاکلي وخت د بشپړېدو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
د دغې فابریکې د جوړولو چارې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري خصوصي شرکت ته سپارل شوي چې اوس یې کارونه په چټکۍ سره روان دي او شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي.
د یادې فابریکې په لومړۍ مرحله کې به د سیمنټو تولیدي ظرفیت په ورځني ډول ۱۵۰۰ ټنه او په راتلونکي کې به یې د تولید کچه ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. د دغې فابریکې په جوړېدو سره به د سیمنټو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راشي او ورسره به شاوخوا ۵۰۰۰ هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت څه موده وړاندې د یتیم تاق او د لوګر سیمنټو فابریکو د جوړولو قراردادونه هم له افغان او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.