د سرپل یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د سرپل یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره د ریاست الوزراء اداري مرستیال کتنه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء ادراي مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د سرپل ولایت له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو او مجاهدینو سره وکتل.

په دې کتنه کې دوی په یاد ولایت کې د عمومي وضعیت په اړه د معلوماتو شریکولو پر مهال څرګنده کړه، سیمه ییز مسؤلین په دغه ولایت کې خلکو ته د خدمت او د دوی د ژوندانه د مناسبو شرایطو د ایجاد لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

دغه راز یادو مسؤلینو په سرپل ولایت کې د ښوونې او روزنې او د انکشافي چارو برخو ته د اسلامي امارت د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي دوی ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت باید په مرکز او ولایتونو کې د مراجعینو نظریاتو او وړاندیزونو ته د توجه ترڅنګ خپلو شته امکاناتو ته په پام دوی ته رسیدګي وکړي.#