د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیکا مرستیال والي سره وکتل

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پکتیکا مرستیال والي سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سره وکتل.
په پیل کې د پکتیکا مرستیال والي د یاد ولایت د اجتماعي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ترڅنګ د دې ولایت د سیمه ییزو ادارو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي وویل، په پکتیکا کې سیمه ییز مسؤلین او مجاهدین په خپل ټول توان خلکو ته د خدمت، د امنیت د ټینګښت او دوی ته د هوسا ژوند برابرولو په برخو کې هراړخیزې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت همداراز په پکتیکا ولایت کې د ښوونې او روزنې، روغتیا، مواصلاتي لارو او انکشافی پروژو عملي کولو ته اشاره وکړه د اسلامي امارت له مسؤلینو یې وغوښتل چې یادو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
وروسته د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي سره پر کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، د امنیت تأمین، ولسونو ته د خدماتو وړاندې کول او دوی ته په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ او هوساینې برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي چې مسؤلین یې پدې اړه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د پکتیکا مرستیال والي له لورې مطرح شویو موضوعاتو په اړه څرګنده کړه، اسلامي امارت به خپلو شته امکاناتو ته په پام یادو برخو ته رسیدګي وکړي.#