د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د بیړني غبرګون او پراختیا سیمه ییز رئیس ښاغلي دانییلي جیاکومیني په مشرۍ د ایمرجنسي سازمان پلاوي سره چې په افغانستان کې د ایمرجنسي سازمان رئیس ښاغلی دیان پانیچ،او د هلمند ولایت د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون مشر جراح ډاکټر خوشحال هم ورسره مل وو، په ارګ کې وکتل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د ایمرجنسي سازمان هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د یاد سازمان د روغتیایي خدماتو مننه او قدرداني وکړه.
ښاغلي دانییلي جیاکومیني وویل، ایمرجنسي سازمان له۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی چې په کابل، هلمند، پنجشیر او نورو لیرې پرتو ولسوالیو کې یې ۲۷ روغتیایي مرکزونه فعال دي،
نوموړي د افغانستان په ګډون په سوریه، یوګانډا، عراق، سوډان، یمن، غزه او نورو هیوادونو کې د ایمرجنسي سازمان د روغتیایي خیریه فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل ، ایمرجنسي سازمان په افغانستان کې پخوا د جنګ د ټپيانو درملنه کوله او اوس د ترافیکي او نورو پېښو د ټپیانو درملنې ته هم ځانګړې پاملرنه کوي او ټول روغتیایي خدمات، جراحي عملیات او درمل یې وړیا دي.
ښاغلی جیاکومیني د ایمرجنسي سازمان د راتلونکو پلانونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، د افغانستان مختلفو برخو ته د خدماتو پراخول او د عامې روغتیا په برخه کې لا زیاتې مرستې شاملې دي.
محترم الحاج ډاکټر ملا عبدالواسع د ایمرجنسي سازمان پلاوي ته په خطاب کې وویل: تاسو د افغانانو د بې وزله او مظلومې طبقې د لاسنیوي په موخه خپل فعالیتونه او هڅې روانې ساتلي او موږ درسره په هره برخه کې همکار او ملاتړي یوو. هیله ده چې د روغتیا برخې په بنیادي رغاونه کې خپله همکاري دوامداره وساتئ.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس په پای کې وویل: اسلامي امارت عام المنفعه فعالیتونو ته زیاته پاملرنه کوي. د هغو خدماتو چې د خلکو په ګټه وي، همکارۍ او ملاتړ کوي او د ایمرجنسي سازمان په څېر مؤسساتو ته چې افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د لازمو اسانتیاو په برابرولو کې خپله همکاري نه دریغوو.