د کابینې لسمه غونډه: په يو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحث وشو

د کابینې لسمه غونډه: په يو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحث وشو

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د محترم رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن ترسره شوه او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، پکې د هیواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي مسايلو بحث او يو شمېر لازمې پریکړې وشوې.

همدا راز په غونډه کې اقتصادي معاونیت ته د ځینو چارو د ترسره کولو دنده وسپارل شوه او د منظورۍ په موخه د مشرتابه عالي مقام ته د ځینې نورو موضوعاتو د لېږلو پرېکړه وشوه.

یاده غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.