د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه

 د سیاسي کمېسیون ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت سیاسي کمېسیون د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر په مشرۍ پرون ماښام په سپېدار ماڼۍ کې ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د سیاسي کمېسیون غړو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د کورنیو چارو وزارت ارشد مرستیال مولوي محمدابراهیم صدر هم ګډون درلود، د هېواد او سیمې په وروستیو تحولاتو، سیاسي او امنیتي موضوعاتو او پرمختګونو بحث وشو.
په ناسته کې په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو په حل، د افغان کډوالو لپاره د لازمو تیاریو په څرنګوالي او ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د اجنډا مطابق د یو شمېر موضوعاتو په اړه لازم تدابیر ونیول شول.5618:52