د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په افغانستان کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ګازیز اکباسوف سره نن له غرمې مخکې په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د خپل هیواد د ښو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وې ویل، د دویم کور په توګه له افغانستان سره د خپل هیواد د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي وویل، دا مهال د افغانستان او قزاقستان سوداګري په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او هیواد یې غواړي دغه کچه د پانګونې او سوداګرۍ پراختیا له لارې شاوخوا ۳ میلیارده ډالرو ته ورسوي.
د قزاقستان سفیر د افغانستان د کانونو په برخه کې د خپل هیواد پانګونې ته تیاری وښود او زیاته یې کړه، په دې اړه یې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت دفتر سره مثبت بحثونه ترسره کړي دي.
په کابل کې د قزاقستان سفیر د تورغونډۍ ـ هرات ـ کندهار ـ سپین بولدک رېل پټلۍ په برخه کې هم د خپل هیواد پانګونې ته لېوالتیا وښوده او وې ویل، هیواد یې د رېل پټلۍ په دې پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته بشپړ تیاری لري او یادو د پروژو اړوند پرمختګونه یې مهم وبلل.
نوموړي وویل، د اقتصادي شریک په توګه د دوی حکومت افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو ته اجازه ورکړې او دغه اقدام به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا زیاته پراخه کړي.
ورپسې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د قزاقستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا لپاره د نوموړي هڅې وستایلې.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او پانګونې ته ښه زمینه مساعده کړې او اسلامي امارت له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان ځان بسیاینې ته د مهم لومړیتوب په سترګه ګوري.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس په پای کې ډاډ ورکړ، چې ټول مطرح شوي موضوعات به د مطلوبو نتایجو لپاره تعقیب کړل شی.#